د بالیووډ وتلې اداکاره چې تازه يې له سلطان فلم وروسته په يو بل کامياب فلم ((ای دیل هې مشکل)) کې کار کړی خپلو مينوالو ته د نصیحت په ډول پیغام ورکوي.
نوموړې د خپل يو مينوال ددې پوښتنې په ځواب کې چې، (انوشکا خپل مينوالو ته څه پیغام لري؟!)) وويل:
((زه له خپلو مينوالو غواړم چې تل د يو ښه انسان په توګه اووسي؛ مينه خوره کړي او کار وکړي.))
انوشکا له خپلو مينوالو څخه مننه وکړه چې د سلطان فلم په څير ددې بل فلم (ای ديل هې مشکل) هم ښه په مينه ولیده.
د يادونې ده، چې (ای ديل هې مشکل) فلم په هندي سینما کې له سلطان فلم څخه وروسته دوهم فلم دی چې سږ کال ډیرې پیسې ګټي.