دوشنبه , 1 جولای 2024

اندريو: فلم جوړونکي بايد اول لاس موادو پیدا کړي

د هاليووډ ځوان اداکار اندریو ګرفيلډ وايي، چې د فلم صنعت بايد په اصلي او اول لاس موادو ولاړ وي.

نوموړی ۳۳ کلن دی او تازه يې په يو امريکايي فلم (هيک سا ريج) Hacksaw Ridge کې کار کړی.

نوموړې زیاتوي، چې که فلم جوړونکي غواړي د انسان درون او ژورې لمس کړي، بايد چې لومړني او اصلي مواد پیدا کړي.

اندريو وايي: ((زه فکر کوم، چې اوس موږ اصلي او تازه موضوعاتو ته ډیره اړتيا لرو تر څو د انسان درون ته ورشو او ليدونکو ته يو څه په زړه پورې وړاندې کړو.))