دوشنبه , 1 جولای 2024

اميرخان: نور مې انتظار نه کیږي؛ سلمان ته بايد”دنګل” وښایم

د باليووډ وتلې ادکار او د PK ستوری، امیرخان وايي، چې نوره يې د صبر کاسه نسکوره ده څو سلمان خان ته دنګل فلم وروښيي.

دوی دواړه که د يو بل سخت رقیبان دي، اما تل یو بل ته د فلم د پرموشن یا بازارموندنې لپاره د ټولنیزو رسنیو له لارې کار کوي.

امیرخان باور لري، چې سلمان خان به دده راروان فلم دنګل ته د پرموشون په برخه کې کار وکړي.

اميرخان وايي، دې نه غواړي، چې د کوم تلویزون له لارې خپل فلم ته بازار وګوروي.

د یادونې وړ ده چې د سلمان خان تیر فلم (سلطان) او د امیرخان دا فلم (دنګل) دواړه پهلواني ده. اما په دنګل کې امیرخان د میرمنو په ځواکمنیتا کار کړی او خپلو لورګانو ته پهلواني زده کوي.